غزل

 

امـکان د سولـې نــه شته دی، د جنګ خبري کيږې

مــلـت راپاريـد لـې دی، د ننګ خـــبـري کـــــــيږې

 

 

مونږ کړې نوره څـه دی، بې لـه جنګه په دنيا کې

يـواځــې د پښـتون د تورې شـرنګ خــبري کــيږې

 

 

دوي وايې دغه خـــاوره دا ملت دی تجزيــه شـي

اوس ولې؟ کلـــه کلـــه دغــــه رنـګ خـبري  کــيږې

 

 

اې خلکــو نوره لاس لـــه دغــه کاره څخه واخلــې

تر څــو بــــه د کــوکنــارو او د بنګ خــبري کــيږې

 

 

خـدايږو کــه بــه احساســه دا وطن زمونږ ابـاد شـي

تـر منـځ چـې د کلـتور او د فـرهـنـګ خـبري کــيږې

 

حميد احساس