غزل

بخت مې سپيره دى خپله ښه پوهيـــــــــــــږې

ستا غوندې نه دى خپله ښه پوهيــــــــــــــــــږې

 

 زه چې په سره غرمه راغلى يمـــــــــــــــــــــــه

مطلب مې څه دى خپله ښه پوهيــــــــــــــــــږې

دا درديدلى کړيدلى زړه مـــــــــــــــــــــــــــې

په تا ډاډه دى خپله ښه پوهــــــــــــــــــــــيږې

يا به کينې يا به خولګۍ راکــــــــــــــــــــــوې

نوره د زړه دى خپله ښه پوهــــــــــــــــيږې

لږ دې توده غيږه راولـــــــــــــــــــــــــوروه

ګوره ساړه دى خپله ښه پوهــــــــــــــــيږې

 

 چې ويښ يې نکړې ياره ستا په مـــــــــــړوند

ګوهر ويده دى خپله ښه پوهيـــــــــــــــــــږې

نورالدين ګوهر

خوست