غزل

لمن لمن وږمې لري غاټول دى  يو ســــــــــــــــړى

د زړه په روماله کې مې راټول دى يو ســـــــــــړى

 

زما سوليز زړه ورپسې ګرځي ناقــــــــــــــــــرار

د مينې مخبت کره سمبول دى يو ســــــــــــــــــړى

په  يو نظر کتو زړونه اوباسي له ګوګـــــــــــــــــل

تر دې خده جذاب دى او مقبول دى يو ســـــــــړى

ناصحه چې هر څه دى زما خوښ دى زما يار دى

سره د ليونتوبه مې قبول دى يو ســــــــــــــــــــړى

له ځانه نا خبره له جهانه نا خبـــــــــــــــــــــــــــر

په غم کې دې تر دې خده مشغول دى يو ســـړى

 

هوا ترينه څپې څپې خوشبو راليــــــــــــــــږدوي

درمانه د نرګسو له کهول دى يو ســــــــــــــــړى

قدرت الله درمان

خوست

darman_af@yahoo.com