غزل
نظر مې ستا د سينې چم ته پکې لار نه مـــومي
په لونګين ټټر دې دومره ګلدوزي پرتـــــــــه ده
الله د خير کړي چم کې داسې اوازه خــــــپره ده
د کومې پيغلې لوپټه په ديوالګي پرتــــــــــــــه ده
له کومه وخته چې مې ستا د شنډو جام څکلى دى
له هغه وخته مې په ذهن بيخودي پرتــــــــــه ده
د وصال ساه ترې اخيستى نشم په ارته سينــــــه
د بيلتانه دوړه مې دومره په زړګي پرتــــــه ده
تاته به تش سترکې زمبل وي خو خوږه لاليـــــه
دغې آدا کې زما ټوله زندګي پرتــــــــــــــــه ده
درمان د مخ ته ښکليه ځکه په ځير ځير ګورمه
دغې ديوان کې بالا ډيره شاعري پرتـــــــــه ده
درمان خوست