غزل

مودې شوې تيرې خو هغه  مې له ياد وه نه وتــــــــه

زما او ستا د ديدن شـــــپه   مې له ياد وه نه وتــــــــه

 

دا ستا د سرو شنډو په غلا کې څه شک پاتې نـــــه وو

شکر وباسه چې توبــــه  مې له ياد وه نه وتــــــــــــــه

هغې ته خداى خبر که کال کې ورياد شوى ومــــــــــه

خو ماته ګوره يوه شيبه مې له ياد مې له ياد وه نه وتـه

د مړاوو سترګو د خمار يې درتــــه څـــه ووايــــــــــم

لکه د شنو بنګو پيالــــــه   مې له ياد وه نه وتــــــــــه

اغزي باڼه ګلابي سترګې  او ګل ګل اننـــــــګـــــــــي

لکه د سرو ګلو غونچه   مې له ياد وه نه وتـــــــــــــه

 

درمانه نوره مې يې ټولې نښــې هيرې کړې خــــــــــو

په ګوتو جوړه ايئنـــــه   مې له ياد وه نه وتـــــــــــــــه

٢٤ اګست ٢٠١٠

کابل کارته نو

درمان