سندره // سلیم احمدزي ته ډالۍ
توره جوړه کې ډیره سپینه ښکارې
ډیره ښایسته ډیره حسینه ښکارې
توکل په خدای درباندې غږ کومه
ماته خو ټوله مینه مینه ښکارې
لږه ساده راځه نظره به شې
بخمل کمیس کې ګلورینه ښکارې
په سترګو خاندې په خوله هیڅ نه وایې
په دې انداز کې نازنینه ښکارې
دایې په خوښه دسلیم لیکلی
د نیکمل شعر سره رنګینه ښکارې
نیکمل ځاځی
20.09.2010
- فضل الربي رستم
غزل
نن مې بعد له وخته د یو چا تصویر ته وژړل څنګه مې په چیغو چیغو ستا تصویر ته وژړلما خو به اکثره پری زخمي زړګی ټکور کړلوخدای خبر چې دا مې ولې بیا تصویر ته وژړلما به وې چې نوره یی نامه په ژبه نه اخلمهسې مې نن بیا د بی وفا تصویر ته وژړلهله مې زړه سپک شو هله زه بی غمه څملاستمما چې بیګا ځانته د اشنا تصویر ته وژړل راشه په خندا کې...
23.09.2010
- فضل الربي رستم
غزل
خولګۍ ترې اخلم همېشه د عبادت لپاره ذخيره ځانته جوړوم د آخرت لپاره د زړګي بم مې ستا د سترګو په ريموډ تړلى يو سترګك ووهه زما د شهادت لپاره داسې سوالګر يم چې كچكول مې هم د سروزرو دى هر چاته نه يم درېدلى د سوبت لپاره عشق د وطن د بت اسلام كې هم ګناه نه لري هر ابراهيم وركړى زړه د محبت لپاره حق او باطل ګډ شي، شي جوړه معنوي كربلا...