غزل
نن مې بعد له وخته د یو چا تصویر ته وژړل
څنګه مې په چیغو چیغو ستا تصویر ته وژړل
ما خو به اکثره پری زخمي زړګی ټکور کړلو
خدای خبر چې دا مې ولې بیا تصویر ته وژړل
ما به وې چې نوره یی نامه په ژبه نه اخلم
هسې مې نن بیا د بی وفا تصویر ته وژړل
هله مې زړه سپک شو هله زه بی غمه څملاستم
ما چې بیګا ځانته د اشنا تصویر ته وژړل
راشه په خندا کې مې د زړه ژړا ته غوږ شه لږ
پټ مې په محفل کې په خندا تصویر ته وژړل
زه چې ځان ته ځیر شومه حیران دیوال ته کیناستم
ما سلیم په خپله بیا زما تصویر ته وژړل
سلیم احمدزئ
19.09.2010
- فضل الربي رستم
غزل
د سترګو د جرګې لیږلي غړې راستانه شول
یوځای ورسره زما د هیلو مړي راستانه شول
د اڅو نفره ګورې دا د مینې له کاروانه
رنګ ژيړي ، ساه نیولي، ستړي ستړي راستانه شول
یو چا یې ادکۍ ته د زامنو زیری ورکړ
چې اله هغه ستا انقلاب وړي راستانه شول
پښتون اوس تلل شوی د ورغوي ترازو کې
پښتون...
23.09.2010
- فضل الربي رستم
سندره // سلیم احمدزي ته ډالۍ
توره جوړه کې ډیره سپینه ښکارې ډیره ښایسته ډیره حسینه ښکارې توکل په خدای درباندې غږ کومه ماته خو ټوله مینه مینه ښکارې لږه ساده راځه نظره به شې بخمل کمیس کې ګلورینه ښکارې په سترګو خاندې په خوله هیڅ نه وایې په دې انداز کې نازنینه ښکارې دایې په خوښه دسلیم لیکلی د نیکمل شعر سره رنګینه ښکارې
نیکمل ځاځی...