غزل

د سترګو د جرګې لیږلي غړې راستانه شول

یوځای  ورسره زما د هیلو مړي راستانه شول

 

د اڅو نفره ګورې دا د مینې له کاروانه 

رنګ ژيړي ، ساه نیولي، ستړي ستړي راستانه شول

 

یو چا یې ادکۍ ته د زامنو زیری ورکړ

چې اله هغه ستا انقلاب وړي راستانه شول

 

پښتون اوس تلل شوی د ورغوي ترازو کې 

پښتون ته اوس دا ځکه اعدام کړي راستانه شول

 

رستمه ستا تصویر مې پس له ډیره ځنډه ولید

رستمه ارمانونه مې نیمګړي راستانه شول

فضل الربي رستم