سلامونه

په اوله کې  به د اختر مبارکي سره وکړو ، اختر مو  بختور شه  ، بیګا  د اختر دوهمه شپه  ځينې یاران سره راټول شو او غوښتل مو چې بانډار وکړو ،   عبد الله شاه ژوندون   زه (  رستم)   او حمید احساس چې   في البدیهه مشاعره مو وکړه ، دغه دی ستاسو مخې ته یې ږدم ، هیله لرم چې خوښه به مو شي.

                   مطلع

نه یې حال وایم او نه راته معلوم دی                ( رستم)

خو بس درد د بیلتانه راته معلوم دی

 

 زه به تل ستا د مړوند په خیال بیده وم         (ژوندون)

خوند د خوب په ځنګانه راته معلوم دی

 

ډیر غمونه مې په ځان باندې تیرکړي               ( احساس)

  مجبوریت د ژوندانه راته مالوم دی

 

زه  یې پیژنم زما واک یې په لاس کې               ( رستم )

زه یې پيژنم هــــغـــــه راته مالوم دی

 

ستا د میني فلسفې  په هر څه پوه کړم                (ژوندون)

ستا به زړه کې  بیګانه راته مالوم دی

 

 زما زړه لکه هنداره داسي سپین دی                  (احساس)

 ستا تور زړه لکه سکاره راته مالوم دی

 

له ابـــده په کې زه د جــبــــــــــــر لاندې               ( رستم)

د  ژوندون خوند نو په څه راته مالوم دی؟

 

ما یې سترګو کې د بل مینه لیدلې                      (ژوندون)

بس زړګیه ترې راځه راته مالوم دی

 

ستا په غم کې ډېرې شپې مې سبا کړي              ( احساس)

د زړه درد هره  شېبه راته مالوم دی

 

قضاوت ته مې ضمیر تیار ولاړ  دی                  (رستم)

 د بدۍ سرحد ډیر ښه راته مالوم دی

 

یو ځوان غلی د دیوال سیوري ته ناست ؤ            (ژوندون)

ستا په غــــم کې ژړیده، راته مالوم دی

 

ما مې زړه چې  کوم یو ښکلي ته ورکړی                (احساس)

هغه ښکلی لکه زه ، راته مالوم دی

 

مړه خوشې چل جوړ شوی دی پښتون ته           ( رستم)

اوبـــامــــا او اسامه راتــــه مالـــوم دی

 

ددیدن پرځای   دې اوس هم نښې پاتې           ( رستم)

هغه ځـــای ددیـــواله راته مالوم دی

 

 اوس د کلي جینکۍ راپسي ګرځي               ( ژوندون)

 په خدای زور د پتلانه راته مالوم دی

 

خدای دی نه کړی چې په بدو درته ګورم         ( احساس)

  مونږ کې پور د پښتانه راته مالوم دی

 

تا به ماته د لمدو زلفو شړک راکړو            (ژوندون)

چې باران به وریده، راته مالوم دی

 

 د پښتون د خلقت باب مې راڅپړلی           (رستم)

 که د ښاردی ، که د غره ، راته مالوم دی

 

پرښتو ورتــــــــه مینځلی دی رستمه            ( رستم)

  د یوه داسې سړي زړه راته مالوم دی