پــورتـــــه شــي او دنګــه شـي
مــــا بـانــدې راړنـګــــه شـــي
تـــــه بـــه وايـــې مـــا تـــه شوه
داســـــي ړنـګــــه بنګــــه شـــي
مــــــــا چـــــې کلــــــه ووينـــــې
خـــــداي خـــبر چـــې څنګـه شي
زه چـــــې ورتـــــــــه وګـــــورم
ښکلـــــي غنمـــرنګـــه شــــــــي
زلــفــې يـــې پــــه مخ زانګــــې
پــورتـــــه لـــــه پالنګــــه شـــــي
حميداحساس
۰۳/۰۹/۲۰۱۰
هالنډ فنلو ښار
10.09.2010
- فضل الربي رستم
غزل
زړه ته مې سنګین سنګین درانده راځی
ګوندې دا دردونه پښتانه راځي
شل قسمه خبرې مې په زړه راځي
بس څه مجبوري ده په خوله نه راځي
څه پوه شوئ ، ددې علت به څه شی وي؟
هر افت زمونږه په کـــــالـــــــــه راځي ...
11.09.2010
- فضل الربي رستم
سلامونه
په اوله کې به د اختر مبارکي سره وکړو ، اختر مو بختور شه ، بیګا د اختر دوهمه شپه ځينې یاران سره راټول شو او غوښتل مو چې بانډار وکړو ، عبد الله شاه ژوندون زه ( رستم) او حمید احساس چې في البدیهه مشاعره مو وکړه ، دغه دی ستاسو مخې ته یې ږدم ، هیله لرم چې خوښه به مو شي.
&nbs...