غزل

خولګۍ ترې اخلم همېشه د عبادت لپاره
ذخيره ځانته جوړوم  د آخرت لپاره
د زړګي بم مې ستا د سترګو په ريموډ تړلى
يو سترګك ووهه زما د شهادت لپاره
داسې سوالګر يم چې كچكول مې هم د سروزرو دى
هر چاته نه يم درېدلى د سوبت لپاره
عشق د وطن د بت اسلام كې هم ګناه نه لري
هر ابراهيم وركړى زړه د محبت لپاره
حق او باطل ګډ شي، شي جوړه معنوي كربلا
حسين چې لاس وركړي يزيد ته دبيعت لپاره