غزل

د چا دعا ده چي په دار باندي ژوندي پاته یو
موږ لیوني د عشق په لار باندي ژوندي پاته یو

د یو څو ښکلو په خاطر ژوند سره مینه لرو
د یو څو ښکلو په دیدار باندي ژوندي پاته یو

د هغو زړونو کي اوس نورو خلکو ځای نیولی
چاته چي موږ په انتظارباندي ژوندي پاته یو

نوربه معصومي میني زړونو کي بندي نه ساتو 
نوربه د میني په اظهار باندي ژوندي پاته یو

شاعرانه شیبې مو ژوند ته نوی رنګ ورکوي
موږ په منګي موږ په سیتار باندي ژوندي پاته يو

دا ډک ډک زړونه به تر څو په سړه سا تشوو
لا به تر څو په دغه کار باندي ژوندي پاته یو

مستي مو کړې ده سجدو ته مو هم وخت ورکړی
موږ په توبه په استغفار باندي ژوندي پاته یو

هو موږ ناداره یو پیسه او دولت نه پيږنو
موږ د ښکلا په کاروبار باندي ژوندي پاته یو

یو وخت یادونه وو دردونه ژوندون به هم وو
اوس د بنګړو په شرنګهار باندي ژوندي پاته یو