غزل
د ځوانۍ سور ، د حسن راګ ، د ناز له تاله وځي
غرور مې خود پسې یاغي شي له مجاله و ځي
د انتظار شیبې دې دومره ګړندۍ نومه شه
چې مې دوران ورسره لاړ شي له زواله وځي
له اندیښنو یې رنګ الوتی وي ، ګودر ته راشي
شیبه حیران راته وګوري خو بې سواله وځي
په ستورو غږ کړه چې رڼا دې خپلې کلکې نیسې
نن مې بس تورو ملا تړلې تر کماله وځي
د بڼو غشي مې سوګند د سرښندنې کوي
نن به ضرور ستا د زړګي له کلکه ډاله وځي
دومره به چرته رحم وکړي ستا دا شومه نیستي
چې دې له ژونده کډ ه واخلي اوس مهاله وځي
له هرې خوا پرې چې د شک غشي راښکلي خلکو
د شعر هوسۍ به مې څه روغه له دې حاله وځي
چې روڼ تصویر د لیونتوب دې په سر نه شي وړلی
نو داسې تورې له بدرۍ نه هم له خیاله وځي
بلینډه بدرۍ