غـزل
ځوانۍ ته دې سلام کومه، ښکلا ته دې سلام
اخلاقو کې تا پیر ګڼم، اروا ته دې سلام
د ګل د غوړیدو تشبه به بده ورته نه وي
خپره خاموشه مخ باندې خندا ته دې سلام
چې راشې مخامخ پیکي ته څنډ ورکړې په ناز
اخ ځار دې شم اشنا دغې ادا ته دې سلام
په څنګ چې رانه ګرځي دا کړې غټه ناروا
خو ځه جانانه هرې ناروا ته دې سلام
چې ځان پرې د پتنګ په څير لمبه کړي تبسم
در پرې مې ږده د سپین رخسار رڼا ته دې سلام
روبینه تبسم
شعرونه