تـــــــــــاز                 

یادونه: تاز يوه حشره ده چې د اولاد له زيږېدو سره سمه مري

*****

ما تاز ليده چې ځان يې ونې پورې ورساوه

د زړې ونې نرى ښاخ يې خپل مرګ ځاى وټاکه

څو خپل ژوندون ترې زېږېدونکي نوي تاز ته ورکړي

په تاز دردونه راغلل

د مرګ دردونه د تازه تاز د زېږون دردونه

او تـــــازه  تــــــاز  وزيږيد

د زاړه تاز له وجود جوړ نوى تاز والوتلو

او د زاړه تاز تش کالبد د ونې ښاخ نه باد را وغورځاوه

*******

د مور غښتلى وجود کټ مټ د کوټې د ديواله په څير و

د زيږون درد د مرګ تر پولې پورې راوستله

خو مرګ د بل ماشوم لپاره بيرته پرېښودله

دوه ماشومان د مور د تن

د تکو سرو غوښو له منځ څخه

وتونکو سپينو پيو لوى کړل

په کور کې درې اوسېدل

دوه يې د ښې روغتيا د ښه وجود څښتن کسان و

خو دريم کس، يوه زړه بوډۍ وه

وه د ژوندون د زړې ونې په نري ښاخ ناسته

د خپل اولاد د الوتلو ننداره يې کړله

((دغه دى اوس يې اولاد والوتلو))

او باد هم راغى د زړې بوډۍ کالبد يې لاندې پرې اېستلو

نذیر احمد نذیر