غزل

لکه په پاڼو کې غونچه ، لېونۍ
مخ پټوي په لوپټه ،  لېونۍ

کله نا کله په لار پرېوځمه
کله نا کله شي نشه  لېونۍ

انکار نو څه له کوې وه کاپرې
ازار مې ولې اخلې وه  لېونۍ

دا يارانه به څنګه سر ونيسي
يو زه ضدي بله هغه  لېونۍ

لا خو مې ځېل د زلميتوب نه کاوه
اوس به يې سمه کړم پخه  لېونۍ

لکه د سيند مې خوا کې چوپ تېره شوې
په زړه مې راغلله څپه لېونۍ

پر ما خورې زلفې دې ټولې مه شه
سبا خو مه شه دغه شپه  لېونۍ

سندريز
sandareezyaar@yahoo.com