غزل
نه ؤ، دا چې اوس په کومه لار قدم، جانان اخلي
دا خو مې شېبه شېـبه د ميــنې امــتــــحان اخلي

ظالم غوندې يو خوب مې دى ليدلى څه به کېږي
تا به رانه اخلي که مې اوښکې او ګرېوان اخـــلي

له اوره که يې بچ کړو لاس و پښې يې رانه غوڅ کړل
دا خواخوږي ګوره بدله د خپل احســــــــــــــــان اخلي

اوس ماشومان دومره له بمونو ويــــرېـــــدلي دي
تښتي د برېښنا له غږ نه هم چيرته امـــــــان اخلي

دا ځل په سندرو، که يې رد کړې چې ستا ياد پالم
بيا به ستا کوچۍ درته قسم په سپين قران اخلي

                       سمیرا کوچۍ