غزل

زلفې ډيرې مه څنډه مارونه غورځوي
مينه د جانانه فسادونه غورځوي

بيايې په ټټر باندې پولی او لونګ پورې کړل
پاس په بلۍ ناسته ده ګلونه غورځوي

نه يې څوګ جانان کړو او نه مينه کړي دچا سره
هسې په نازو د خلکو زړونه غورځوي

خيال کوه د خپل مين په کور يې چې ګذار نکړې
سترګې دې چورلکې دي بمونه غورځوي

بيا فريد ديار کلي ته تللي وو پرون سهار
ځکه يې قلم نن غزلونه غورځوي