جنګ د خدای په خاطر بس کړئ.

موټر له خپل ناڅاپي  بریک سره ډیر هغه مسافر له خوبه راویښ کړل چې په سر ګردان خوب ویده وو ماهم خپلې سترګې وسولولې اود موټر ښیښه مې له خولو پاکه کړه .په سپینه واوره کي وړاندې کلي ته نرۍ غزیدلې ژوره لاره راښکاره شوه . 
په لار کې ګوډ سړي چې لکړه یې تر بغل لاندې نیولې اوغوټه یې په شاه روان وو . څو ګامه وړاندې کښیناست له څوشیبو ورسته ولاړ شو خپله غوټه یی له څو ځله هڅو ورسته په شاه کړه خو له څو ګامه تګ ورسته یې سرته پورته کړ ، ډیر تللی نه وو چې بیرته یې اوږې ته راکوزه کړه خو د یو څه شېبه  وروسته بیرته کښیناست .
دسترګو نظر مي د کلي لور ته وغزاو و چي په لار کې را روان ماشوم  چې سر یې د واورې تر کوڅې را ښکاریده  راروان او په بیړه یی ځان تر ګوډ سړي راورساوو ،   له سړي یې غوټه پورته کړه په وړو او وچتو ګامو تر وړاندې شو موټروان هم په روانېدو سره دټېپ آواز ورجګ کړاو دنغمې سندره مو تر غوږو راورسیده چي ویل یې: 

(جنګ دخدای په خاطر بس کړئ  یتیمان کونډې فریاد کړی)
(چی ځوانـــــان شي واړه ختم داوطن به څوک ابـــاد کړی )


لیکوال محمد رفیق "عزت