غزل

زما د دواړو ستر كو تور جانانه
مينې د كړمه سوی سكور جانانه


احوال مې اخله كله، كله اشنا
جوړ راته ستا په سر پيغور جانانه


چي هېروم دې نه هېرېږې رانه
زما قاتل زما ټكور جانانه

 په مرګ راضي خو ده وړه خبره
مينه كې شته دی كړاو نور جانانه

د غياثي ژوندون هم ستا ژوندون شه
ته د هر غم یې، يې غمخور جانانه

ذکيه غياثي