راليږونکی : لیا قت خان مومند
برېښناليکپته: liaqat.momand@yahoo.com
سرليک: د کلب لومړئ شپه
نېټه: 13.04.2010 21:55
د کلب لومړئ شپه
د خپل کور نه په دې هیله روان شو چې د نڅا په کلب کې له کومې انجلې سره معرفي شو او سات به مو هم تیر شي. دیکشنبه شپه وه، دا هغه شپه ده چې زموږ د ښارګوټي له شا وخوا څخه پیغلې او زلمیان دې کلب ته راځي. کلب زموږ له کور څخه ډیر لرې نه دې، نیږدې پنځه دقیقی لاره ورته ده. ګړندي، ګړندي د کلب لور ته روان وو خو لا رسیدلي نه وو چې د کلب تر مخ مو یو څو نور مهاجرین زوړند سرونه ولاړ ولیدل. زه پوهیدم چې دوئ د کلب د ننوتلو لپاره د سلو کرونو (دناروې پیسې) فیس یا نه درلودل اویا یې هم زړه نه دلود چې وریې کړي، ما چې له خپل زړه دا پیسې ویستې وې، په دروازه کې ولاړو دوه ګاردانو باندې زړور ولاړم. په ګاردانو کې یو یې د پیسو د اخیستو دنده په غاړه درلوده، او بل یې د پیژندپاڼې د لیدو دنده په غاړه درلوده چې معلوم کړي چې مشتریان له شلو کلو زیات عمر لري. کڅه هم د کارتونو د لیدونکې قد تر ما اوچت او مټې یې پیړې، پیړې وې چې له ورایه ښکاریدو چې ورزشکار دې. عموماً په داسې ځایونو کې چون الکول څښل کیږي په تن لوئ او ځواکمن خلک په دندو ګمارل کیږي چې د جنګونو او شخړو مخه ونیسي. دوهم کس چې لاس کې یې د پیسو بټوه وه، په ده راته خپل ځان ځواکمن وبریښیدو.
مها هم به خپل وار سره په خپل جیب لاس ننویست، خپل آې ډي کارد مې له سلو نارویجې کرونو سره یوځائ راوویست. یو ته مې سلګون او بل ته مې خپل آې ډې کارډ ورکړ. یو یې سلګون په لاس کې نیولې بټې وې ته ورننویست، او بل یې آډي کارډ کوت، چې پدې مهال یې زما پر تورو ویښتانو سترګې ولګیدې، نو وپوهید چې بهرنې دې. نو زما آۍ ډي کارډ یې محضي له سترګو تیر کړ او بیرته یې راکړ، او په انګلیسي کی یې راته وویل، چې ستا عمر له شلو کلو ټیټ دې. آي ډی کارډ او سلګون یې بیرته یو ځائ راکړل. زه هم زوړند سر د نورو ولاړو مهاجرو څنګ ته راغلم. په دوئ کې ځینی زما په شان، او ځینی یې د پیسو د نشتوالې له کبله بهر ولاړ وو. ولاړ وم دوه بجې شوي، او وروسته له دوه بجو څخه خلک کولې شی چې خوشې ننوځي. خو ماهم له موقع څخه استفاده کوله او یو مهال می دروازه خالي ولیده، بی له ځنډه مي پرې ور ودانګل. او دننه ولاړم. ګورم چې یو زیات شمیر خلک دي، او په خورا جګ غږ موسیقی غږیږي. ډانس کلب ډیر ستر هم نه و، په ټوله کې یې دوه برخې درلودې، چې یوه يې هاغه ځائ وو چې شراب او نور مشروبات پکې خرڅیدل، او ورسره یو څو چوکئ وې چې په هغې کې یو څه د زیات عمر خلک ناست وو، او خبرې یې کولې. دوهم ځائ، له دروازي بل خوا، هغه و چي په کوم ځائ کې په تیز غږ موسیقی وه او ځوانانو او پیغلو پکې نڅا کولې، ما هم په چټکئ همدې ځائ ته ځان ورسو، او په یوه چوکئ کیناستم او د ځوانانو او پیغلو د نڅا ننداره مي کوله.
دا زما په عمر کې لمړی ځل ؤ چې داسې یو ځائ ته تللی وم. که څه هم په فلمونو کې مو لیدلي وو خو په عمل کې لمړی ځل ؤ. هرڅه راته جالب او نوي وو، نیمه لوڅې انجونې، په نشه کې ځوانان، یو څه په عمر پخې ښځې چې په دې هڅه کې وې چې د ځان لپاره یو ځوان پیدا کړي، او د شرابو د اخیستلو لپاره په قطار کې ولاړ خلک. لنډه دا چې هر څه راته نوي وو. په دې نندارو کې وم چې یو ناڅاپه می پر اوږه د یو چا لاس ولګید، چې مخ می واړو، ګورم چې یوه پیغله ده. چی ورته ځیر شوم، نو بدن یې تر ډیره لوڅ ؤ، بدن مې زیګ شو، ویښتان می نیغ ودریدل، او ځان می وریګدیدو. دا زما به ژوند کې لومړی ځل و چې د یو پردې ښځینه لاس زما پر ځان ولګید. خو ځان ته می تسلي ورکړه، او ما هم په ډیره سختئ د هغې پر مټ لاس تیر کړ، ډیر خوښ وم او په زړه کې می ګوړې ماتولې چې ګوندې کار وشو. په دې وخت کی د کلب والا غږ کړ چې وخت ختم دې. ما هم لکه د نورو په شان د خپلې کرتئ په ښي نستوڼي می خپل ښي لاس ور دننه کړ او له کلب څخه راووتم.
د باندې می نور ملګري هم ولاړ وو. یو راباندې غږ کړ: «ښه پکې خوشاله وی!» ما هم د سر په خوځولو د هو ځواب ورکړ او مغرور غږ کې می ورته زیاته کړه: «ستا خو دا څو میاشتې وشوې چې راځې خو هیڅ دی هم پیدا نکړل، او زما اوله شپه وه او شاید راتلونکې یکشنبه ته یې لاس ته راوړم.» هغه په خندا شو: «ها ها ها!» او داسې یې وویل: «هئ ساده ګله. دا ته چې کومه یادوې هغه زه پیژنم. هغه ړنده ده.»
»څه؟ ړنده؟»
ما خپل تندي ته ټس ورکړ او له هغې نه وروسته می له ځانه سره وویل چې بیا به دې ځائ ته نه راځم.
لیا قت خان مومند , لیاقت خان مومند
شتینشر ښار، ناروی
۳۰ مارچ ۲۰۱۰