غزل
ياد دې راته ستوري شي آ باد شي د آسمان په غېږ
خېال مې پورې ونښلي برباد شي د آسمان په غېږ
څومره په كمـزوري تن دې غره ته په غېږ وروستم
څوك وايي چې قصر به بنياد شي د آسمان په غېږ
چېرته د فطرت ښكلا،اوس څه ورپاته شـوي دي؟
واك دجبرلاس كې جوړ فساد شي دآسمان په غېږ
كله چې دخداى لورته د بوري مـــور لاس لپه شي
وځليـــږي ژوند د چـا او داد شـي د آسمان په غېږ
وګوره بــازيده ته دورك بندي مــــــــرغه ژوندون
سترهدف يې دا وي كه آزاد شي د آسـمان په غېږ
عبدالوهاب بازيد