غزل
دې کاروان کې سفر ښه وو خو بهير نيمګړی ښکاري
خوار نصيب نه ګيله نه کړ م خوتقدير نيمګړی ښکاري
هغه خړ کورونه ګور ه هغه کلی داشنا دی
ما منلی په جنت وو خو تعبير نيمګړی ښکاري
پاس د شنه اسمان ته ګوره زاڼو جوړ کړل کتارونه
ځان تړمه ستا په مينه خو زنځير نيمګړی ښکاري
ما ګلونه وو راوړي ليونۍ وم غرڅنۍ وم
وخت لشې په سترګو راکړې دا شوګير نيمګړی ښکاري
ستا قربان غږ مې تر غوږ شي نن ته ولې دبل چا شوې؟
زرکې ژاړه،ژاړه،ژاړه نن دې وير نيمګړی ښکاري