غزل
څومره چې يزيده شې او څومره چې جلاده شې
بيا به مې هم زړه درته دعا کوي چې ښاده شې
ګرانې لا وړه يې لا دې چل د يارۍ نه دی زده
صبر وکړه لويه به شې ، سمه به استاده شې
هېره شې د غم له تکې تورې بلا هېره شې
ياده شې په لمونځ او په سجده کې را په ياده شې
خانده ، خانده ، ما پورې خندا کوه ، ځه خدای خو شته
ته خو به هم کله مسافره له هېواده شې
ګل دې راکړ ، ګل شې ، خدای دې ستا عمر د ګل نه کړي
زړه دې راکړ ، زړه شې ، په وجود کې مې اباده شې
لاس د نزاکت به دې اړخ په اړخ واړوم
لږ خو به بهر له خپل مغرور جلال اباده شې
سندريز شور