ستا تصویر زما شعر

                                   بېګا  مې ستا تصویر ته ډېر وکتل

غوښتل مې شعر ته ورنه څه راواخلم

تا ښایستونو کې نوښت کړی دی

ښکلي رب ډېره پېرزوینه کړې

خماري سترګې،خماري بیتونه

خاموشه مخ دې شرنګیدلی ردیف

سره اننګي دې د ښکلاؤ تړاو

شونډې کافرې دې شوخي غزل کې

ښکلې موسکا دې سندریز خوندونه

او لاس نیول دې بیا تر زنې لاندې

لکه په شعر کې چې ارمان ژړیږي

بیا دې کاته لکه د شعر تشبه ده

لکه ټپه کې پښتنه پیغله چې

خپل مسافر لالي ته داسې وایي

مسافري دې ډېره وکړه

راځه راځه روزي به خدای رارسوینه

«««««««««««««««««««««

ف،ض، رستم