راليږونکی : محمد رفیق عزت
ټليفونشميره: 0796009083
برېښناليکپته: rafiq.izzat@yahoo.com
سرليک: دغازي پیر محمد خان (ترکي)لنډه پژندنه
نېټه: 10.04.2010 09:15
دغازي پیر محمد خان (ترکي)لنډه پژندنه
لیکوال محمد رفیق (عزت)
غازی پیر محمد خان دمعذولله خان زوي .سخي مرتضي خان لمسی او د اولخیلوپه درنه کورنۍ کي په 1261هجري قمري کال کي زیږیدلی.
نوموړی غازي دغزني ولایت .دګیلان ولسوالی اوسخي مرتضی خان په کلاکي زیږیدلی او اوسیدلی.او ډیر پرهیزګا.زړه ور .نیک خویه.زړسواند او له خلکوسره به یی ډیره ښه ناسته لاړه کوله .نوموړي دوخت له دیني علماوو نه ښایسته ډیري زدکړي ګړۍ وې.دي ښه لیک او لوست خاوند وو. دامیر عبدالرحمن خا ن په وکدارۍ کي یي دفراه لوی ولسوال دنده په ښه ایماندارۍ سره ډیر وخت پر مخ بیوله چی له همدې دندې ورسته تقاعد اوپه82کلنۍ کي دفرضي حج لپاره مکې مکریمې ته ولاړڅرنګه چي هغه وخت ترانسپورتي اسانتیاوي نه و ې نوموړي په دونیم کاله کي حج تر سره کړ. نوموړي غازي دسمي له ملي لوبي نیزه لوبي(نیزه بازي)سره ډیره مینه درلوده .اوښاغلی دترکو دقوم په مشرۍ یو ځل دزابل شاجوي اوبیادغزني په ناني سیمه کي له انګریزانو سره ښه په میړانه جنګیدلی چی دلومړۍ جګړې یادونه یی په (سراج التواریخ) او (افغانستان درقرن 19)کي شوې.
کله چی په 1296هجری کال کي انګریزانو د افغانانو له خپل منځی شخړو په ګټه دپښتنی سیمو له لوري پر افغانستان تیری وکړ اودې شاجوي پر سیمه یوه درنه جګړه وشوه چي مشري یی غازي پیرمحمد خان کوله په دي جګړه کي دي صاحب خان ترکي په ګډون ډیر مجاهد افغانان شهیدان اودغازي پیرمحمد خان لاس هم شهد شو .خو یرغلګرو ته یی هم سخته ماتي ورکړه او تر کندهار پوري یي پر شا وتمبول . له جګړې ورسته دترکو مجاهیدینو دجګړې له میدان نه دنوموړي غازی لاس اوتوره راوړل اوشهید شوی لاس یی په پلرنۍ هدیره کي خاورو ته امانت وسپارو.
دجګړې میدان ته نیږدې دسدوزي نومی مجاهید په کو رکي په داسي حال کي چی دنوموړي غازي تر لاس وینی بهیدې اوناستو خلکوته یی دجګړې په اړه څرګندوني کولي لاس یي په خوټیدلو غوړو که نیولی چی تر څو کباب او وینه یي ودرېدله اوبیا دي خپلي سمي(ګیلان) پر لور راروان شو . څه وخت ورسته مصنوعي لاس دوخت کسبګرو ورته جوړچی په ورځنیو چارو اود اس سپرلي کي به يي ورنه کار اخست.
غازي پیر محمد خان دظالیمانو په وړاندی سپر اودبيوزلو سره دهر رازمرستي نه ځان نه سپماوو. دخیر او ښګڼې په چارو کي به یي هیڅ وخت ځان نه شاته کاوو چي له دې امله یې په خلګو کې د ډیر محبوبیت موندلی و. او دسیمی وګړو ورته (اغالالا) لقب ورکړی وو.
نوموړي غازي په 1349هجري قمري کال کي د88 کالو په عمر له فانی نړۍ نه سترګی پټي او په خپله پلرنۍ هدیره کي خاور ته وسپار شو.
ديادونې وړده هغه شهید شوی لاس چې53کاله وړاند له انګریزانو سره په جګړه کي شهید شوی اوامانت خاورته سپارل شوی و همداسي روغ رمټ پاتي او ددیني علماوو په لاښونه بيرته له خاورو راويستل شو اوله نوموړي سره یوځای خاوروته وسپارل شو.
له دې قهرمان غازي څخه درې زامن پاتي شوو چي هر یو یي په ميړانه .پرهیزګاري اوزړسوي کي تر نوموړي ټیټ نه وو.مشرزوي یي حاجي یارمحمد خان .دوهم چي ديني زدکړي یي کړې وې ملا محمد واعظ اودریم زوي یي حاجي محمد انور خان نومیدی.
دنوموړي هغه مصنوعي لا چی ورڅخه یي دژوند په چارو کی کار اخست دحاجي محمد انورخان لخوا دکابل موزیم ته وسپارل شو اووطنوالو ته دغازیانو دسرښندنو اوخپلي ميني ساتلو د یادګار په ډول دغزني په غرفه کي کښودل شو
ددې اتل غازي اتلولي په پښتو ولسی ادب کی هم ځان ته ځانګړی ځای لري چې یوڅوبېلګي یي په لاندي ډول دي .
دښوځوانانو صفت کړم اول به ځان یادوم
لاس چی شهید شو بیا به ګوډ پیر محمد خان یادوم
پیرمحمد و ننګیالی تره کي قام کي
لاس یي شل شو دغزا په نوم نښان کي
توريالی و ننګیالی اوجنګیدلی
څوژوندی و عزتمند په هر مکان کي
محمد رفیق عزت