زه درته ماما شکارم

      له نن لس کاله پخوا کله چې مونږ  د شمالي وزيرستان  په ميرانشاه کې د مهاجرت شپې ورځې تېرولې زه هغه وخت  دڅلورم ټولګي زده کونکی وم هره ورځ  به چې له مکتب نه درخصتۍ په وخت کې کور ته راتلم نو يو نه يو بنجاره خو به ضرور زمونږ  د کلي  دجومات په خوا کې  دغټ توت سيورې ته ډډه لګولي وه له کليوالو  نه به يو چا ورته  سړې پۍ د وچې ډوډۍ او يوې غوټې پياز سره رایستلي وې . اوبنجاره به لکه دغوښې پلوونوپه شان په ډېرشوق خوړې . له هم دې بنجاراګانو څخه  يوسپين ګل وو چې په (سپينکي) مشهور وو .سپينکی نو د خدای سپينکی وو په غالب ګمان د شپاړسو او ولسسو کالونوشا وخوايې عمر درلود . دا به زمونږکلي ته د نورو بنجاراوو نه زيات راته  خصوصا د غرمې ډوډۍ خو يې زمونږ په کلي قلنګ وه  هسې کله کله به غير خاصر وو . د کلي ټول واړه  زاړه يې له ځانه سره داسې عادت کړي وو چې په  کومه ورځ به  سپينکی نه وو راغلی ټولو به يې په اړه تپوسونه کول نن مې هم ښه په ياد دي پوره دولس نيمې بجې وې ګرمي هم ښه تيزه وه چې له مکتب نه  راغلم .څنګه چې  کور ته داخل شوم په دروازه کې راباندې تره راغی  په لاس کې يې نيم نغن ډوډۍ يو جام پۍ  د پياز غوټه او په يو قاب کې دال راخیستي وو. زما په ليدو يې وويل  ښه شوې چې راغلې دکتابونوبکسه دې ماته راکړه ،اودا ډوډۍ  درسره واخله دجومات په خواه کې ناست بنجاري ته يې وروړه .ډوډۍ مې يې له لاسه راواخيسته  او د جومات خواته مې يوړه ګورم چې سپينکي د توت سټې ته ډډه لګولي ده
د کلي واړه وړه پرې راټول دي . ډوډۍ مې ورله ور کړه او بيرته ترې راستنيدم چې غږ يې راباندې وکړ ته لږ ودريږه چې يوه ژواله خو درکړم . ورغلم يوه ژاوله يې راکړه چې ما د ده په څنګ کې ناست يو بل کوچني ماشوم ته ورکړه چې د ژاولوپه اخيستو يې د کور په خوا منډه کړه . سپينکي د ډوډۍ په خوړلو شروع وکړه زه هم ورسره پدې فکر کښيناستم چې ډوډۍ خلاصه کړي نو لوښي به کور ته يوسم  له دويم وار راتګ نه به خلاص وم .ده نو داسې ليوني ليوني شخوندونه کول ته به وايې چې  دا څو ورځې يې ډوډۍ نه ده خوړلي.  ما ورته وويل چې سپينکيه مونږ ته په مکتب کې استاد وايي چې  مړۍ ښه ژوويۍ او بيا يې خورۍ ترڅو معده يې په اسانۍ سره هضم کړی شي خو تا خو ټول شخوندونه  هم داسې تير کړل. زما د خبرو په اوريدو کټ کټ په خندا شو او ويې ويل چې ګرانه هغه استاد دې ستا سو غوندې خلکو ته وايي چې  هيڅ کار او روزګار نه کوۍ بس سبق وايۍ ،مړۍ خورۍ او خوب کوۍ. زه خوټوله ورځ په ګرځيدو ګرځيدو ستړی شم وايم که کاڼي هم وخورم نو هاضمه به شي دا خو لا مړۍ ده . دا خبره يې وکړه او بيا يې  د ډوډۍ په خوړلو شروع وکړه.. په هم دې وخت کې د کلي د بر سر نه څو جينکی راغلې، هغه وخت  په دې نه پوهيدم چې پيغلې وې ،کنه وې خو په څنګ کې مې يو بل ناست ملګري  چې زما سره يې په عمر کې دومره توپیرنه وو بس  يو څو مياشتې به سره کشر مشر وو،راته وويل چې هله هاغه وګوره غټې غټې پيغلې راغلې شرميږي هم نه . همدا خبره يې لا خلاصه نه وه چې جينکۍ راورسيدې او د سپينکي نه يې پوښتنه وکړه  چې ما ما لاسوندي درسره شته ؟سپينکی چې د ډوډۍ په خوړلو ښه ګرم ورغلی وو  پرته له  دې چې پورته ور وګوري  له پيازه يې ښه خرپ وکړ او ويې ويل چې  خدای مو وپوهوه  نو اوس زه درته  ما ما شکارم.
پای
ستاسو د نظرياتو په هيله
قدرت الله درمان سعودي عرب رياض

یادونه :
ګرانو لوستونکو سلامونه او نيکې هيلې
له کله نه چې نه مسافر شوی يم نو بس  وخت نا وخت همدا په سايټونو کې شعرونه او نورې ادبي ليکنې لولم چې څه نه څه ادبي تنده راخړوبوي نن مې هم
د پکتيا د دنګو غرونو د اريوب د سيمې ځوان شاعر  ښاغلي  سيد جيلاني جلان صاحب شعر چې د (بنجاره) تر سرليک لاندې يې ليکلې وو په رومال ويب پاڼه کې ولوست  خدای شته چې ډير مې زړه پرې خوږ شو ډير ښه يې انځور کړی وو. او ماته خو ډير په زړه پورې ځکه شو چې يوه پخوانۍ کيسه يې راياده کړه.
چې ما هم دلته  هم هغه  کيسه په نثر واړوله او ومې ليکله که څه هم د نثر ليکلو سره بلديت هم نه لرم خو بيا مې هم د زړه زور وکړ او دا څو ماتې ګوډې مې وليکلې