شپه
ډکه دې ژاړا نه وه خو تيره شوه
شپه وه بې جانانه وه خو تيره شوه فرید
ستا د پستې غیږې مې ارمان کوو
ډکه له ارمانه وه خو تیره شوه درمان
ويښ وم تر سهاره خوب مې ونکړ
ډيره راته ګرانه وه خو تيره شوه فرید
ستا د یاد لښکر په مخه کړی وم
ډیره پریشانه وه خو تیره شوه درمان
څوګ مې د تپوس نه و چې څنګه يې؟
ټوله کيسه ورانه وه خو تيره شوه فرید
پروت وو د ارمان پرهر مې وازه خوله
څو که بې درمانه وه خو تیره شوه درمان
ولې راته و ايې چې شپه څنګه وه؟
ښه وه بې له تا نه وه خو تيره شوه فرید
اشنا زما د خوږ زړګي د درد کیسه
یو خدای ته عیانه وه خو تیره شوه درمان
څنګه شو سهار ما خو وانه وريدو؟
څنګه بې اذانه وه خو تيره شوه فرید
ستا د یاد رمه وه زه یې شپون ومه
ستړي او ستومانه وه خو تیره شوه درمان
نه پکې و جار او نه قربان قربان
ډيره بې پرسانه وه خو تيره شوه فرید
یاره د خوښۍ استازي هیڅ نه وو
ډکه له خفګانه وه خو تیره شوه درمان