غزل
ښکلیه راشـــــــه هر یو ګــــل درپسې ژاړي
په سلــګو سلـــګو بلبـــــــــل در پسې ژاړي

چې همزولي دې په هـر ځای کې را ټول شي
یادوي دې په هـــــر ځـــــــــــل درپسې ژاړي

د وطـــــــــــــن هــــــــــره دره خپـــــه خپـــــه ده
کـــوز خیبر او پاس کــــــابل درپسې ژاړي

دې یـــوې ورځــــــې لبـاســـــــي ژاړه خو نده
دا مــاشـــــوم زړګــــــی به تـل در پسې ژاړی

د چا اوښکې به په سپین رومـال کړې وچې؟
لــــکه زه ، داســــې نور ســل درپسې ژاړي

هر یو توری یې د اوښــــکو په شان روڼ دی
د « ځدراڼ » هر یو غـــــــــــــزل درپسې ژاړي

۲۰۱۰/۱۱/۲
سویډن ـ ارلوف