غزل 

هر څه بدل شوي دي خو تا کې بدلون نه راځـي

لږ د هم جانانه په جفا کې کې بدلون نه راځــــي

 

پخوا یې هم وژل کول اوس هم قتلوي زړونـــــه

ستا د نرمو شنډو په خندا کې بدلون نه راځـــــي

 

یو قسم خو څه کړې یاره سل قسمه واخله تـــــه

تر مرګه به مې ښکیه په وفا کې بدلون نه راځي

 

ته چې ناڅاپي د زلفو غر په بلــــــــــــه واړوې

څنګ به د دې چم اب هوا کې بدلون نه راځــي

 

اوس مې چې هم وویني درمانه شنډې وچیــچي

اوس یې هم په دغه یوه ادا کې بدلون نه راځـي

قدرت الله درمان سعودي عرب

  

غزل

غړپ د اوښکو له ډک جام کوم روان یم

زړه مې نه ځي خو ناکام کوم روان یـــم

 

ستا لټون پسې په ورکو لارو سر یـــــم

ستا پوښتنه ګام په ګام کوم روان یــــــم

 

ته که نه یې خو ستا یاد راسره شته دی

لکه سوی لاس پرې پام کوم روان یــم

 

تیندکونه به نو خود خورمه پـــــه لاره

چې څارنه ستا د بام کوم روان یـــــــم

 

څه کم عقل یم د خپلو ارمـــانـــــونــــو

زه په خپله قتل عام کوم روان یــــــــم

 

د الفت په لار مې ګام واخیست درمانه

هرکلی د هر الزام کوم روان یـــــــــم 

قدرت الله درمان

… 2010…1 نومبر کابل هوایی ډګر

    

غزل

ته که نه یې خو ستا یاد دی ماذیګــــــر دی

د زړګي کور مې پرې ښاد دی ماذیګر دی

غواړه غواړه سوال قبلیږي دا یې وخت دی

په زړګي د څه مراد دی ماذیګــــــــــر دی

ستا رخسار زلفو کې پټ کله ښکاره کړي

غماز ګر راته نن باد دی ماذیګــــــــر دی 

زه خو مینه کول غواړم په هر حــــال کې

زما دغه پشنهاد دی ماذیګـــــــــــــــر دی 

په ګودر کې د درمان د غزل شـــــور دی

له هر خوا ارشاد ارشاد دی ماذیګـــر دی 

قدرت  الله درمان  سعودي عرب الریاض

۲۰۱۰ /۱۱/۲۲

  

غزل 

دا اوس خو راغلې بیا د تلو خبرې څله کــــوې

جانانه مه کړه بې پښتو خبرې څله کـــــــــــوې

 

ستا په لیدو یاره نیږدې وه چې مې ساه ووځــي

ته مې د زړه د درزیدو خبرې څله کـــــــــــوې

 

د یارانې په تناره چې ګډیدې زړګیــــــــــــــــه

اوس نو د اور د لږیدو خبرې څله کـــــــــــوې

 

دغه ادا خو به ما ووژني قربان د شمـــــــــــــه

د پستو شنډو په سرو خبرې څله کـــــــــــــوې

 

زه د هجران له زوره اه له خولې نه نشم ایستی

مسته اشنا د خندیدو  خبرې څله کــــــــــــــوې

 

درمانه زه د تش نامه له ډاره نه اخلمـــــــــــــه

ته لا په بام د اودریدو خبرې څله کــــــــــــوې

 

قدرت الله درمان سعودي عرب الریاض

 

 

غزل

ګل ګل مې په سر راڼګيده غرمــــــه

ايښي به مې ځان ته وه اينه غرمــــه

 

ښه شوله چې راغلې ياره کور ابـاد

بې لتا نه کله تيريده غرمــــــــــــــــــه

خير دى که د شپه له وسه نه کيـږي

ياره کله کله خو راوړه غرمـــــــــــــــه

يا به ليونى وي يا ميئن بــــــــــه وي

هسې خلک نه ګرځي په سره غرمـه

تا سره وي سمه لکه يوه شيـــــــــــــبه

وه ګرانې د سره اوړي اوږده غرمـــه

بس رقيب د سره اوړي پيتاوى دى

ته لکه د يخ ژمي سړه غرمــــــــــــــــه

 

بل ته د ټول عمر وقف کــــــــړى دى

مــــــا سره د وه نکړه يوه غرمــــــــه