غزل

 

ښکلي وه له ګله, خو چې څوک بـــه وي؟

خوب کې مې ليدله,خو چې څوک به وي؟

 

زه يې ياده ولم بيګاه ټوله شپــــــــــــــــه

سترګه مې رپله, خو چې څوک بــه وي؟

 

ستانوم به يې واخيست په ژړه به شـــــوه

ځان ته غږيدله, خو چې څوک بــــه وي؟

 

ويښ يې کړم د خوبه خو په نيمه شــــــپه

زړه ته مې راتلله, خو چې څوک بــه وي؟

 

اې! فريده ښه شوه مسافر خو شـــــــــوې

دا کيسه يې کړله, خو چې څوک بــه وي؟

 

فرید الله خسن زی خوست