غزل

موده وشوه چې چرته رانه تلى جناب نشــــــــــته

چې زړه مې پرې تازه وو هغه ښکلــــى ګلاب نشته

 

څه پيښه ده چې دومره د ملا په اذان درومــــــې

تياره ده صبر وکړه  لا په غرونو افتاب نشـــــــته

نازونه اداګانې هم تر خپلې انــــــــــــــــــدازې وي

دا ته چې پرې اخته يې دا په هيڅ يو کتاب نشتـــــه

تکل د ميکدې کړم خو د څښلو په نيت نه ځـــــــــــــم

ساقيه دا دروغ دي چې ګناه د شراب نشــــــــــــــــته

خولګۍ چې راکوې نو بيا زما نه تپوس مه کــــــــــړه

د ښې خبرې هيڅ کله جانانه ځواب نشــــــــــــــــــــــته

زاهده د اميل پر ځاۍ تسبې په لاس کې واخـــــــــــــله

په دغه عبادت کې خو ستا ټکى ثواب نشـــــــــــــــته

 

ګوهره چې جانان دې په تنکۍ مينه جدا کـــــــــــــــړي

زما په نظر بل د دې نه لوى انقلاب نشــــــــــــــــــــته

نورالدين ګوهر

خوست