غزل
مســــــــــــــاپردې دزړه زور ورسره یــــــوسي
دعـــــــــــــاګانې دې دمـــور ورسره یـــــوسي

موږحالات هم دنیستۍ په اورکــې ســوځي
زموږ زلمي به څـــــومره نور ورســره یـــوسي

درده! ته خـــــــــو ورتـــه ووایه داځـــــــــــــلې
زمــــــــــایادونــــه دې ضرور ورسره یـــوسي

پدې کلي کې چې څــــــــــوک دسر سړی دی
دابه هم په کـــــــــوم یوتـــــــور ورسره یوسي

دسفرملګــــــــــــــــري ښــه وي ای بختیـاره!
مړملګــــــــــری به ترکـــــور ورسره یـــــوسي

 

بختیارځدراڼ