غزل
مـحـبـت د جــهــان ســـتـــرګــــې دي زړګــیـه
هـم زمــــا د جـــانــان ستــرګــې دي زړګــیــه
جــدائــي د ژوانـــــــدانــه قـاتـــلــــه مـــور ده
لـیونـتـوب د ارمــان ستــرګـــې دي زړګــیــه
د ژونـــدون په ائـیـنـه کـــی دواړه ښــــکاري
خوشخالـــۍ د حــفـګان سترګــــې دي زړګیه
ځـــمــکه هـــلــه شــي حـــامــله سیـنـه سـپـړي
وچکالـــــۍ د بــاران سـتـرګـــــې دي زړګـیه
غــــزل لنـډ لاره اوږده ده کــه بـــاور کــــــــړې
ګـټــې هـــــــم د تـــاوان ســتـرګــې دي زړګـیـه
پـټ سـبـیـل چــــی د روښــــــان لــقــب ګـټــلــې
داخــــو سـتـا د روښـــان ســتــرګــې دي زړګیه
سبیل روښان