فیاض صاحب د کروان صاحب سره

غزل
هـــره کــــــوڅـه کې جـنـازه ده پـه هـــر کــور جـنازه
دا څـه وطـــــن دی څــه ټـــاټــوبۍ په هر لور جنازه

دلــــتـــــه خـــنــدا ده نـــاروا او  هــــــم  ژړا نــاروا
دپلار په مټ ایښي دزوی په ورور دورورجـــنازه

هسې ســرونــه شـتـه پګــړۍ تــړي شملې هم لري
خــو لــه شـمـلــو ځنې ده وتــــي دغـــرور جــــنــازه

مـونږ دزرګـونـو کالــو وران هـغه زاړه څـلي کـړل
لـه خـپل ټاټوبي مو کړه بار دخپل کولتورجـنـازه

داخـــو یــــوه نـاهـده نـه وه چـې یـې ځــــان و واژه
ډېــرو بـه وړي وي اوږو بـانـدې دخـــور جــنـــازه

فیاضه! داهم ددې  تــور  وحشت لـه لاسـه ګـڼـه
چې دې غیاب کې ګـــــور تــه لاړله دمــور جنازه

غلام رباني فیاض
العین متحده عربي امارات