غزل

رخصت دې رانه واخیست په ژړا د زړګـــــي سره
له زړه نه می هېڅ نه وځې جانانه مسافــــــــــــــــــره


په شا دې مخ راتاو کړ ګرانه نور رانه پنا شـــــوې
تـنـها دې چـاتـه پـریښود م ، ګل پـامـه نـاز پـروره


دزړه ټکور می ته یی او د زړه درمان می ته یی
بغیر له تـا ژوند څـه دی خــو غـم ، غـم ددی دلـبــره


ژونـدون زمــا تـیـریـږي پـه ژړا پـه وچـو شـنـډو
ژوند څه کوم چی ته نه ېې زما ځان او ځیګـــره


دقبر تورو شپو غوندې تیاره می زنده ګي شوه
راځې بـه کله بـیـا چـی هـــر سبـا راخیږې لمـــــره


جنت په مــا دوزخ شــو ځکه تــه سـفـر تــه لاړی
خـــوستیه تـه راځـې بـه کله بـیـا لـه دی سفـــــره

سید کریم خوستې