غزل

چې تا پسې به ژړيد مه تاته یاد دی که نه ؟
لکه د ګل به رژيد مه تاته یاد دی که نه؟

تا به له ورایه د خندا په ګلابونو ویشتم
دا زۀ به څومره کړيدمه تاته یاد دی که نه ؟

زما په یاد کې به دې غاړه د کور ورۀ له ورکړه
زۀ ورانېدمه جوړيدمه تاته یاد دی که نه ؟

راته ئې ویل حېران مومنده څومره ډیر دې ژړل
زۀ چې به ستانه بېلیدمه تاته یاد دی که نه ؟

حیران مومند