غزل

   کله مــــــــــــــــــاښام کله سحر وعــده ده 

 مـــــــدام نــیـمګــــــــړي د دلبر وعده ده

شــــونــډې دې امن محبت خــــــوروي

سترګـــو دې کــــړي که د شر وعـــده ده

زمــــــــــــــا په تګي نـظـــــــــر پــوهه شوله

راکــوي سترګـــــــــــــو کې خبر وعده ده

تا که پـه سر کړه پـښتـنـه لـــــــــــــــــــوپټه

پـه ســــر کـــوومه به څــــــــــــادر وعده ده

درد ورکــــــــــــــوي ستا د نظر وعده ده

صبـر،زغـمـل مـــې د پـرهــــــــر وعده ده

صباله خوله به درکـــــــــــــوم وئـیـل ئې

چې درنه څــــــــوک نـه شي خبر وعده ده

ته ورله مینه ورکــــــړه زړۀ خــو ورکــــړه

حېران مومند کـــــــــــــــړي د سر وعده ده

 حېر١ن مومند