شپږ کړیزه
په ننګ ناموس مې سر ورکړې ښه دې
وطن په سرو وینو ساتلې ښه دې
دغه جونګړه قرباني غواړي
هوریت او آزادي غواړي
مینه دوستي غواړي
ښه ورورولي غواړي
په پاکه خاوره سر ښندلې ښه دې
آی د وطن ځوانانو
ددې ملک بچیانو
ننګ او غیرت پیداکړۍ
لږ شجاعت پیدا کړۍ
د ناز خوبونه مکړۍ
نور غفلتونه مکړۍ
د پلار نیکه نوم مې ګټلې ښه دې
نن زه وحدت لټوم
ملی نهضت لټوم
ښه صداقت لټوم
هم مې عظمت لټوم
زه چاندي زرلټوم
اصلې ګوهر لټوم
دملالې پت مې ساتلې ښه دې
د امتحان دوره ده
د تخت او تاز دوره ده
داد تاریخ دوره ده
دازمویښت دوره ده
داد سیلاب دوره ده
د انقلاب دوره ده
دغه ګرداب نه ځان ساتلې ښه دې
نن کارنامې وګورې
ددښمن مکر هیلې وګورې
دغلام ناز او نخرې وګورې
دتا لیسټو سترګۍ سری وګورې
دنامردانو دا کردې وګورې
دکفارونن حملې وګورې
داسې دښمن ته ځان ویښ کړې ښه دې
دادزمریانو کور دی
دتوریالیانو کور دی
دادمردانو کوردی
د شهیدانو کور دی
داد غازیانو کور دی
د جنګیانو کور دی
«صافي» داسې کور کښې ژوند تیر کړې ښه دې

محمد کبیر «صافي»