یا سین شفق ته ډالۍ

په زړه مې ځکه اور بـلیـږي مـــــازدیـــــــګر چی راشي
ماته می ښکلې خوست یادیږي مــازدیګر چی راشي

 

چهار چاپېر غـــرونه او ګورګورې څنارونه  د خوست
په زړه می هـــــروخت راوریـږي مـــــازدیګر چی راشي

 

تک شین متون ښکلې سپرلې ښکلې جانان می راته
مدام په سترګـــو کی غړیږي مــــــــــــازدیګر چی راشي

 

که دا پــردې وطــــــــن جـنـت شی او کـــــوثــر شی مـــاته
کلې کــــــــــــور کـله مـی هریـږي مــــــازدیـګر چی راشي

 

هـغـه وصـــــــــــال هـغـه خـنـدا ټـــول مـیـنه مـینـه جــــانان
ورپـسی اوښــکـــې مـی بـهـیږي مـــــــازدیګر چی راشي

 

هــغـه ګـلاب ګـلاب ځـــــــوانــان هـغـه اخــــتـــر او مـیـــلې
چی کـــــړم رایــاد زړه می خوږیږي مــــازدیګر چی راشي

 

نــوره مــی څــه پوښـتــې چــی څــنـګـه ده ســـفر خــوستیا
بـس قـیـامـتـونـه دی تـــریـــږي مـــــــازدیـــګـــر چی راشي

خوستې العین مقام کلې کی

خوستې صاحب سلامونه نیکې هيلې می ومنه . هيله لرم چی راته روغ او جوړ به وې

دښکلي ډالۍ نه دې ډیره مننه کوم .خدائ (ج) دې قلم ښيرازه لره

په مينه یاسین شفق