غزل وړوکي خوله غټ پـرې انکار درســره خوند نه کوي دومــــره ظـلمـونـه پـه مـا خـوار درسره خوند نه کوي پـه څو څو ډوله دې نکريزې په خپل لاس جوړې دي د بـل لـپـاره دې سـیـنګار درســـره خــونـد نـه کــــوي وس یـې راغـــلـي وس تـه بـیـا د تلـو خـبـرې کــــــــوې د خـولې خبرې دي پـه شمار درسـره خـونـد نـه کــــوي پـه نـه خــبـــره تـه غـصـه شـې خـپل بــنـګــړي مـاتوې پـه یـارانه کـښـی داسـې کـار درســره خـونـد نه کـوي تـا د یـاسـیـن شـفـق ســـــوالـونـه کـړل پـه (نـه) بـدرګاه له بـل دې سپينه خـولګې ځار درسـره خونـد نـه کوي یاسین شفق