غزل       
سلګۍ پرېږده تراظهاره شــــــــونډې پرېږده
څوګیلـــــــــوته مې تر یاره شــــــونډې پرېږده

لایې نه دي دخــــوږ یار شـــــــونډې زبېښلي
پرېږده،پرېږده استغفاره شــــــونډې پرېږده

چــــــاودې،چـــاودې اشتیاق لره دیـارشوې
نن خمــــارې ترسهـــاره شـــــــــــونډې پرېږده

غـوټۍ ښې دي،غمـــــه مـه تخنـــــــــوه ډېرې
یوه شېبـه ترانتظاره شـــــــــــــــــونډې پرېږده

دادسروشـــــــــونډوښیرې درپسې شــــــوي
تاته چـــــــاوې چې بختیاره شـونډې پرېږده

بختار ځدراڼ