غزل

کــه هـــــــــــــــــــر څــــو وایـم چی نه در پسې ژاړم
چـــــــی رایــــــــــاد  شـې  پـه والله  در پسې ژاړم

دهـــجـران پــدې قـیامـت دوزخ وخـــــــت کــــــی
یـــــاره نـــــــــــه شــــــــي هـمـیـشـه درپسـې ژاړم

چـــــی رایـــاد دکـــــــــــړم خندا او تېر وخــتــونه
ژاړم   ژاړم  خـــــــــــــــــــامـخـــا در پـــسې ژاړم

چی یاران می راســــــــــــــره وي نو لـــــږ ښه وم
چــــــی تـنـهـا شمه نـــــــــــو ښـــــــه در پسې ژاړم

چی زه لمو نځ کوم په لمونځ کی چی رایاد شـــی
پــه مـــــــا ګــــــــــــــــــرانه په سجده در پسې ژاړم

ورځ مــی هــم لــــږه شـان ښـه وي مـزدروري کـړم
خـو چـی شـپـه شـي ټــــــولـه شـپـه در پسې ژاړم

ږغ  یــــی اورې  اوکـــه نــــه پــــــه چـیــغــو ژاړي
ستـــــا خـــــــــوستــې یم  دغه زه  درپسی ژاړم

سید کریم خوستی العین اما رات
۲۰۱۰٭۴٭۲۵