لمر او سپوږمۍ

د هغې ورځې د پیل څخه چې په تا د ځوانۍ لیونتوب راغلی ده زما په هکله د هیڅ سوچ ونه کړ،کله د آسمانه خپل ځان ته د سمندر په آئینه کې ګورې ،او کله هم ژوندې موجودات، کایئنات په خپلو زرینو وړانګو ښکل کوي،او یا د نړۍ مخلوقاتو پاملرنه د شفق ،او غروب ښکلا خایست ته اړوې . تا په یاد نه دي چې وروستی ځل د ماته څه وویل؟:تاراته وویل کله چې تیاره خوره شې بیا به ما په خپلو زرینو وړانګو نڅوي،او راته به دا د غمونو ډکه شپه په خپلو زوراورو شغلو رڼا کوي،خو نن ګوره چې پدا توره زړه بګنونکې شپه کې درته په انتظار کې ولاړه یم، ځلانده ستورې او بې خوابه مئينان زما ننداره کوي،راته سلامونه او پیغامونه لیږې ،د خپلو زړونو حالونه او رازونه راته وایې ،خو تا راسره په خپله وعده وفا ونه کړه .نه نه نه ګرانې دا سمه خبره نه کوې ته خو پوهیږې چې زه د مینې د آور څخه جوړ شوی یم،او بیا خو ستا سره دومره مینه لرم لکه د انګارونو په منځ کې ایسار شوې خپل زړه سره .ته لګ صبر وکړه که د خدای رضا وي زه به تا په خپلو زرینو وړانګو د خپل زړه په کور کې داسې ونڅوم چې بل څوګ به د په سترګو هم راڅخه ونه ویني

په درناوي داود لټون

ورجینیا