زلمۍ سوالګر(لنډه کیسه)

سره او ټکنده غرمه وه. لمر پاس پرتندي ولاړ ؤ. او اسمان هم نن ورځ لکه پر غوړه لته پاک شوى لوښى بالکل يو کنډک وريځې هم پکې چېرته پر نظر نه راتلې او د باد نرۍ نرۍ څپې به هم ته به وايې چې د تناره له خولې راوزي سم یې دانسان پر مخ اور بلولو دتودوخې درجه نږدې پنځه څلوېښت درجې وه بس هغه د چا خبره اسمان او ځمکې سره خوله ورکړې وه او لمر څونېزي راټيټ شوى ؤ.


خوارکۍ، دا دريمه ورځ وه چې هيڅ يې نه وو خوړلي په خيټه کې يې سم موږکان په منډو وو. ښه پوهيدو چې څوک ورته خيرات نه ورکوي او نه هم کومه ګوله ډوډۍ په لاس ورځي ځکه چې دا درې ورځې يې پرلپسې په سوال تېرې کړې خو غير له دې چې د چا کنځلې واوري او يا يوه نيمه څپيړه وخوري د خوراک هيڅ شى هم پر لاس نه ورتلل. خو بيا هم د خيټې دوزخ ډکول غوښتل شاکر زلمۍ ؤ او هغه هم د زلميتوب په هغه پړاوکې ؤ چې د ژوند په ضمير کې هم د ده د پاره د ترحم ځاى نه ؤ يانې ايله يې د ژوند پنځه ويشت پسرلي ليدلي وو. خو دى د هغه ناسور زخم له لاسه چې پر پښه ورته جوړ و پردې مجبور و چې سوال وکړي. او نور يې هيڅ کار و بار له وسه نه کيدو.

شاکر په پرلپسې توګه دريمه ورځ هم راپاڅيدو او په دې نيت چې ګوندې څوک ورته د خوراک کومه ګوله په خوله کې واچوي د ښار په واټونو کې په ګرځيدو شو. له مخې يې يو غټ سپين روبى سړى روان ؤ چې تور واسکټ يې اغوستى ؤ او سپينې جامې يې په تن وې دی وروړاندې شو اووایي صاحبه الله دې په ایمان ښکلی کړه او الله دې داښکلی بدن درپریږدي له څو ورځو مې څه نه دي خوړلي دخدای لپاره یو څو روپۍ راکړه چې څه پرې وخورم سپين روبي خپل واسکټ راسم کړ او نيغ، نيغ يې ده ته وکتل. شرميږې نه پر ځوانه ځوانۍ سوال کوې!؟ چېرته کار مزودري نه شې کولئ؟ خو سپينې سترګې مو دې او نم پکې نشته! ځه تيريږه ګنې پر مخ دې يو څو څپيړې وهم!

شاکر خوله دې ته جوړه کړه چې خپل سپيناوى وکړي خو هغه ټيله ورکړه او په مخه ترې لاړ.

شاکر مخکې تېر شو د نانوايي د بټۍ له څنګه چې تيريدو نو د ډوډۍ خوږ او خوندور بوئ يې په مخ کې خنډ شو. بې واره د نانوايي و بټۍ ته ورستون شو. وروره! درې ورځې کيږي چې هيڅ مې نه دي خوړلي يوه ډوډۍ راکړئ خير دى که سړه وي که وچه وي که کلکه وي.

نانوايي پداسې حال کې چې د اوسپنې پر سيخ يې له تناره ډوډۍ راوباسله او سيخ يې نيغ د شاکر سترګو ته ونيوو.

اې! دا سترګې دې په دې سيخ راوباسم، عجب ښار دى دلته له خريدارو د سوالګرو شمېرزیات دی چې ګورې بیا به یوولاړوي شاکر لږ مخکې د يو رستوران مخې ته ورسيدو. او خېټې نور له شرم او حيا نه خلاص کړى ؤ بې له ځنډه د رستوران په دروازه ور ننووت او د رستوران مالک ته ودريدو.

صيب د خداى په نوم که لږې سړې وريجې او يا سړه ډوډۍ پاتې وي. وږى يم د څو ورځو نهاريم.

د رستوران مالک پيسې ميز خانې ته واچولې او په يوه مصنوعې خندا ده ته مخاطب شو.

چې زور يې نه لرې نو ولې پوډر څکوې! پوډريانو ستاسو له لاسه دا چاپيريال ټول چټل شو. مور پلار به څومره پر نازونو را لوى کړى ويې او اوس درنه پوډري جوړ شو. ځه ووزه ګنې شاګرد ته اواز کوم.

شاکر څلورم، پنځم او شپږ ځل همداسې ناهيلې شو او هيڅ په لاس ورنه رغلل او مخکې روان ؤ. نور يې د دې تاب نه درلود چې په سوال پسې وګرځي نور يې د بدن ټولو غړو ځواب ورکړو د ښار يوې کنډوالې ته ورسيدو. چېرته چې هرې خوا وران ويجاړ ديوالونه وو. غوښتل يې د يو ديوال سيوري ته څملي. چې نا ببره يې سترګې په يوه ړانده ملنګ ولګيدې چې څنډې ته ناست دى او په کچکول کې چا ورکړې وريجې خوري.

شاکر ته په زړه کې وروګځیدل هغه وايي چې خدای یې ورکوي خوله یې نه وي ستره همدا موکه ده پرې وردانګه هسې هم ړوند دی او څه نه وي وریجې ترې وتښتوه ده ته یې هسې هم بیا خلک ورکوي خو که تا دا کار ونه کړو نو داسې وګڼه چې نور به له لوږې پښې وغځوې غلی غلی ورنبږدې شو خو ملنګ که په په سترګو ړوند ؤ خو غوږونه یې سم تېز وو هغه دچا خبره دپیشوغوږونه یې وو دشاکر دپښو ښکالو یې واوریده او وویې ویل څوک یې وروره بسم الله کوه وریجې ډیرې دي ددواړو کیږي شاکر په خپل بد نيت سخت پېښمانه او خپه شو او سيخ ملنګ ته ورغى او وي ويل يا الله هغوى چې هر څه لري خو زړونه نه لري خو هغوئ چې هيڅ نه لري زړونه لري.

 لیکوال : ښاغلې غلام رباني ” فياض “