(مينه)
مینه له مینې پیـداکیږي راشه مـــــینه وکـــــــو
دزړه خوالــــــه سره بیان لکــــــه (آئینه )وکـــــــو

ماستـــــادمینې سمــــندرکــــي تجربـې ولیدې
ماپه غم ناکوستـرګوستادمخ شوغلې ولیدې

ماهیبت ناکـــــه باوحشـــــته زمزمــــــې ولیدې
خوږه جلـــــسه به دخپل مینې ښه سنګینه وکو

مادهجران په توروشپوکـــې بریــــــښناولیدله
مادتوبـــــې په دروازه کـــــې غــــــوغــــاولیدله

مادقفــــــــس په ولــولوکـــــــــي عـــــــنقاولیدله
راشــــــه دواپــــــه زخمــــــي زړونونازنـینه وکو

مادسپوږمــــــۍ سره ژړلـــــــه تاخندانــــــه کول
مادکـــلونـــــــووفاغوښتل تاوفـــــــانــــــــه کول

مادې دلــــــبوجام طلــــب کــــی تاعطانــــه کول
قدردانــــي به ماوتاخپلـــــــــه شریـــــــنه وکــــــو

مادې په خـــوب کي تصویرونـه دښکلاولیدل
مادې په لــبوکې خــــواږه شراب اشـــــناولیدل

مادې دحسن پـــــه بازارکې ښـه ســــوداولیدل
راشـــــــه محبت دصداقــــــته ماجــــــیبینه وکو

مادې دمینــــي په لـــمبوکــــــــي پتنګان ولیده
مادې ودرتــــــه ستړي ســـــوي ملــنګان ولیده

مادې په مینه کي غرک ســـوي عاشقان ولیده
عبدالقیوم اکبـــــــــــري داخــــــــبره سپینه وکـو

راليږونکی : سراج افغان