ازاد شعر          

زه یو داسې سپرلۍ غواړم
چې په سرو وینو خړوبې
سوي سوي وچې دښتې
زرغونه کړي بیا ګلونه
ډک له سولې او له امن
زه یو داسې سپرلۍ غواړم
چې نښترو ته ساز راوړي
کړي دلمنځو څڼې غوړې
دې کمرو ته ساز راوړي
چې بیا غوړګې په شغا کړي
سرو سرګړو ته ساز راوړي
زه یو داسې سپرلۍ غواړم
چې له شنو غنمو منځ نه
د مړزو غاړې واورم
چې دغرونو په لمن کې
زرکې ووایي سندرې
د زلموټو  له پنجرو نه
ټپې پورته کړي څنځري
زه یو داسې سپرلۍ غواړم
چې بې ویرې او بې ترهې
دمالت پیغلوټې نجونه
منګوټي په ترخ کې واخلي
بیا کتار کتار رهي شي
زمونږ دبر کلي چینې ته
شنه بادرنګ په منګوټو کې
دسمالونو کې تړلې
پراټې ځان سره یوسي
زه یو داسې سپرلی غواړم
چې دجنګ ادې شي بوره
دبارودو شنې لوخړې
له فضا ځني جارو شي
چې بیا شور دفریاد نه وي
واویلې له منځه یوسي
له اسمانه دبرګیو
دبمونو باران نه وي
بیا دنورو نویو کونډو
دسلګیو داستان نه وي
بیا یو ښکلی ګلالۍ مو
له خپل پلاره محروم نه شي
بیا دنوي ځوان پر قبر
بوډۍ مور تندی مات نه کړي
زه یو داسې سپرلۍ غواړم
چې مو تږي دعمرونو
دګلونو او عطرونو
دخوښۍ او اتڼونو
تږي تږي زړونه یخ کړي
دمودو اوښکې کړي پاکې
یو او بل سره نږدي شي
خو بس تېر ټوله په هېر کړي
غېږې غاړې غړۍ وزي
زه یو داسې سپرلۍ غواړم
چې دا سره سره بلواګر مو
پدې پاکه خاوره نه وي
دخنزیر په وازدو مست مست
انسان شکله بد سرکوزي
شي په تیښته له دې غرونو
دانګورو په اوبو کې
لمبیدلي شرمیدلي
بد هوسه دلته نه وي
زه یو داسې سپرلۍ غواړم
چې مین سره یو ځای کړي
غونچې جوړې کړي له ګلو
پیغلې لاس کې دریا واخلي
سرې نکریزې پر منګولو
لیچې ډکې له بنګړو کړي
سترګ تورې پر کجلو
بیا له غرونو راستنې شي
شونډې تورې په ګورګورو
زه یو داسې سپرلۍ غواړم
زه یوداسې سپرلۍ غواړم

 غلام رباني فیاض

 عربي متحده امارات العین