دبابا په کرښه


پـه جـنـګـونـو بـه د خـلـک مــــړه بـې شـمـار شي
کـه جـنـګ پـریـږدی نـو وطــن بـه دګــلـــزار شي

د ګــــلـــــونـــو پـیــروي کـــــــــــــــوه هــمـــدمـــه
چــی حــیــات د لـکـه بــڼ هـسـی ســیــنــګـارشي

داحــلاص پــه لاررفــتــار دځـــان عـــادت کــړه
یـقـیـن وکـــــــــړه هــــــــــر ســـړې به دتـا یـار شي

پــه کــــــــــــــــږو  لارو هم مه درومــه مــنــزل تـه
پــه کـــــــــــږو لارو نـــاکــام بــــه د رفـــتـــار شي

کــاڼـې مــــــه ولــه بـې  واره پــه  خــپــل کـلـي
پـدی  کـاڼــو پـه د هــــــر څــه ورک بـیـمـار شي

د غــلــیــم ســره جـــــرګـه ورور تـــه ونـــه کـــــړې
دا جـرګه به بـیا تــا خـــوري دا بــه خــــامـــار شي

شـاد چی لاس کـی غلیم درکـــړي ویی نـه خورې
پــه خـــــوراک بــه دتــبــاه ځــــــــــان او بـــازار شي

هــریــو کــار پـه صـــادقـــت او ســــــړي توب کړه
پـه وطــــــــــــــن بـه دنـیـکـې پـاتــې یــــادګـار شي

سـیـدکـــــــــریـم دهـغـه وخـــت پــه ا نـتـظـار یـم
چی سـیا لانــو ســـره سـیـال مـی وران دیـار شي

سید کریم خوستی العین عربی امارات

 ۲۰۱۰ ٭ ۴ ٭ ۲۰