ستا دسپینې پستې غاړې

څه رنګین جنتي توري

لکه جام دسرو شرابو

دکــــوثـر په ځـنـډه وڅـښـې

د دوزخ لــه کــــوڅـې راشــې

د زم زم په اوبو خوله کړې

داسې خخه لکه یار چې 

د غرمې په سره کوڅه کې 

د جانان په شونډو خوله کړې 

د تمام عمر سندره 

د یوې شیبې له هیلې

د خپل ورک شاعر سندره

خپل مرګي ته زمزمه کړې

چې یې پیل کړې په اوښکو

دسورکو شونډو له څنډو 

ستا دسپنې خولې دعا وي

ستا له سرو شونډو شي تېره 

ستا دخوږ زړګي زارۍ وې 

لکه نن چې مخامخ شوم

د ماښام په توره خونه 

ستا دسپنې خولې دعا ته

ستا له سرو شونډو شوه تېره 

لاړه عرش ته په خلوت کې

مخامخ چې شوه الله ته 

دجانان په نوم جنت کې 

د جنت له سپینو حورو 

دجونګړې عمر ښه دی

که دیار په غیږ کې شپه وي 

ستا دسپینې خولې دعا ته

نن یې بیا د اوریدو یم

ستا په خوږ غږ کې لالیه

طالب منګل

يک شنبه د ١٣٨٩ لمريز کال د غويي ٢٦