لوږه..............
تکه سرمه غرمه وه. دروازه ټک ټک شوه. پلار مې ور پرانیسته. د دروازې تر شا یو سپین ږیری ولاړ وو چې مایوسه څهره يې نیولې وه. وړاندې تردې چې پلار مې څه ووايي، سپین ږیري وویل:
- درې ورځې کیږي چې په کور کې د خوراک لپاره څه نلرو.
پلار مې یوه خبره هم ونکړه. کورته ننوت او په کور کې د پوخ شوي خوړو نیمايي يې کاسې ته واچاوه او ما ته يې وویل چې خواړه د سپین ږیري کورته یوسم او کاسه ترې بېرته راوړم. زه له سپین ږیري سره روان شوم. کله چې د هغه کورته ورسیدم، هغه په کاسه کې خواړه دوه برخې کړې او راته يې وویل:
- ته همدلته اوسه ترڅو زه بېرته راځم.
زه پټ پټ د سپین ږیري پسې لاړم او ومې لېده چې سپین ږیري د خوړو کاسه بلې کورنۍ ته ورکړه. کله چې بېرته راستون شو، زه يې ولیدم، پوه شو چې ورپسې راغلی یم. هغه وارخطا شو او راته يې وویل:
- په دې سیمه کې زما په شان ډیر زیات مسکینان ژوند کوي. دغه کورنۍ هم درې ورځې کیږي چې څه نلري او وږي دي. زه پوهیږم چې له دریو ورځو نه ورسته د خوړو خوړل څومره خوند کوي...
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
۱۷ سنبله ۱۳۸۹
۸ سپټمبر ۲۰۱۰
د صفا راډیو اداره، جلال آباد